په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، چې د دغه سازمان د امنیت شورا به د روان کال د مارچ په نهمه د افغانستان په اړه غونډه ترسره کوي. یوناما ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به دغهراز د مارچ په ۱۷مه د دې ادارې د ماموریت په اړه بحث وکړي. د دغو غونډو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.







