د پروان امنیتي مسوولینو ویلي، چې نن سهار د بګرام هوایي اډې فضايي حریم کې د پاکستان پوځي رژیم د څو جیټ الوتکو د بمبار هڅه د افغان دفاعي ځواکونو له لوري شنډه شوه او هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی. د پروان امنیې قومندانۍ ویلي، د زړورو دفاعي او هوايي ځواکونو چټک او مسلکي غبرګون د دښمن تحرکات شنډ کړل او اړین قاطع ځواب یې ورکړ. تر دې مخکې، د پاکستان پوځي رژیم په پکتیکا او ننګرهار کې هوایي بریدونه کړي وو، چې لسګونو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.







