د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران لهخوا د احتمالي نویو بریدونو د ګواښ په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې که تهران دا اقدام وکړي، امریکا به یې په داسې ځواک سره وځپي چې مخکې یې ساری نه وي لیدل شوی. ټرمپ ویلي، چې ایران اعلان کړی نن به د پخوا په پرتله سخت بریدونه ترسره کړي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران لپاره به غوره وي دا کار ونه کړي، ځکه په وینا یې د امریکا غبرګون به بېساری او سخت وي.







