د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې ایران به د ځان د دفاع په موخه چې قانوني حق یې هم دی، تر هغه وخته پورې جګړې ته دوام ورکړي؛ ترڅو چې امریکا او اسراییل روانه جګړه په بشپړه توګه پای ته نه وي رسولې. نوموړي دا څرګندونې په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس ته کړې دي. په همدې ورځ، امریکا او اسراییل د ایران د پلازمېنې تهران په شمول په بېلابېلو ښارونو هوايي بریدونه کړي دي.







