د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمهييزو مسايلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعيت په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير په سيمه کې د تاوتريخوالي د کموالي، د زغم د فضا د پياوړتيا او د موضوعاتو د ډيپلوماتيک حل پر ارزښت ټينګار کړی، او هيله يې څرګنده کړې چې ټول لوري د متقابل درناوي، د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د اصولو مراعات ته ژمن پاتې شي. فرحان د اختلافاتو د حل لپاره د ډيالوګ او سياسي لارو چارو په اړه د افغانستان د څرګند دريځ هرکلی کړی او ډاډ يې ورکړی چې سعودي عربستان به د سولې او ټيکاو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.







