د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي رژیم پر پوستو د افغان ځواکونو غچاخیستونکو عملیاتو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان، عمان او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې او له هغوی یې غوښتي چې کابل د بریدونو له دوام راوګرځوي. افغان حکومت ویلي چې یاد بریدونه یې د خپلو ولسونو د غچ اخیستنې په موخه ترسره کړي دي. د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي رژیم پر پوستو د افغان ځواکونو غچاخیستونکي عملیاتو کې د پوځي رژيم ۵۵ پوځیان وژل شوي، د ځينو جسدونه او سلګونه میله سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي او دغه راز یو شمېر پوځیان ژوندي هم نیول شوي دي. دغه راز، د عملیاتو پرمهال، پوځي رژیم دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې هم د افغان ځواکونو له لوري نیول شوې دي.







