د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر له رییس پوليک اوک سیري سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنهکې د یاد دفتر رییس د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لاسته راوړنې ستایلي او د سکنرونو د برابرولو په برخه کې یې د خپل سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هغه دغه راز د کریک سازمان په غونډه کې د افغان پلاوي د سفر پایلې مثبتې بللي او زیاته کړې یې ده، هڅې روانې دي څو افغانستان په دغه سازمان کې د ناظر په توګه ونډه ولري. د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ویلي، نړیواله ټولنه دې د نشهیي توکو ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې په نظر کې ونیسي او پر همدې بنسټ دې خپلې مرستې زیاتې کړي.







