د فرانسې خبري اژانس په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د سویډن حکومت وايي نیت لري په دغه هیواد کې په جرایمو د محکوم شویو کډوالو ایستلو ته زور ورکړي. سویډني چارواکو ویلي، هر هغه جرم چې سزا یې له نقدي جریمې لوړه وي باید د وتلو لامل شي. په راپور کې د سویډن د کډوالو د چارو وزیر یوهان فورسل له قوله ویل شوي، چې بهرني مجرمان له ډیر وخت راهیسې په دغه هیواد کې ساتل شوي دي. د اولوف کریسټرسن په مشرۍ ښي اړخي حکومت، چې د دیموکراتانو لخوایې ملاتړ کیږي، د پولیسو صلاحیتونه زیات کړي او وړاندیز یې کړی چې د جرمي مسؤلیت عمر له ۱۵ څخه ۱۳ کلونو ته راټیټ کړای شي.







