د برازیل په سوېل ختیځ کې د سختو سېلابونو له امله ۳۰ کسان مړه شوي او نږدې ۴۰ نور نادرکه دي. د رویټرز د راپور له مخې، دا پېښه نن د مېناس ګېرایس ایالت کې د سختو بارانونو له کبله رامنځته شوې ده. د برازیل ولسمشر لوویز اېناسیو لولا ډيسېلوا د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. د جویز ډيفورا ښاروال ویلي چې له ۴۴۰ ډېر کسان بېکوره شوي او خوندي سیمو ته لېږدول شوي، او د ژغورنې ډلې د نادرکه کسانو د موندلو هڅې روانې ساتلي دي. برازیل تېر کال هم د ورته خونړیو سېلابونو شاهد و.







