د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران په جینوا کې له امریکا سره خبرې بیا پیلوي او موخه یې په لنډ وخت کې عادلانه هوکړې ته رسېدل دي. نوموړي زیاته کړې، چې ایران له امریکا سره په مذاکراتو کې «د سولهییزې اټومي ټيکنالوژۍ د ګټو» له حقونو پر خوندیتوب ټينګار کوي او هېڅکله هم د اټومي وسلو د پراختیا په لټه نه دی. عراقچي ویلي، چې ایران کمسارې هوکړې ته د رسېدو لپاره تاریخي فرصت لري چې هم متقابلو اندېښنو ته ځواب ورکړي او هم ګډې ګټې خوندي کړي. هغه ټينګار کړی چې هوکړه هغه مهال شونې ده چې ډيپلوماسي په لومړیتوب کې وي.







