ا.ا د ننګرهار او پکتيکا ولايتونو پر ځينو سيمو د پاکستان پوځي رژیم د شنبې شپې بريدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي، چې په مناسب وخت کې به ورته قوي او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان په سيمه کې د تاوتريخوالي غوښتونکی نه دی، خو هیچاته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان حريم تر پښو لاندې کړي. مجاهد د پاکستان وروستي برید ته په غبرګون ویلي، ولسونه ورته لومړیتوب لري او له پاکستان غچ حتمي دی. هغه خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، ا.ا به په دې جنایت چوپتیا غوره نه کړي او انتقام یې حتمي دی. د نوموړي په وينا، د پاکستان ډېری خلک، علما او سياستوال چې د افغانستان پر وړاندې د اسلاماباد په ناسمه تګلاره کې ښکېل نه دي، له پامه غورځول شوي دي.







