د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د سلواغې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶ زره ۵۶۰ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د مالوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۶۵ زره ۵۴۸ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۱ زره ۷۳۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۳ زره ۲۱۷ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۶ زره ۵۶ ټنه چې ټولټال ۷۲۴ زره ۲۰۷ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا راز، په دې موده کې ۲۳۵۳ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس دي؛ صادر شوي دي.








