د هلمند ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې څه باندې ۴۹ ټنه قاچاقي درمل راټول او له منځه وړل شوي دي. د یاد ریاست رییس محمد قاسم حقمل ویلي، چې یاد درمل له پاکستان څخه په ناقانونه ډول هېواد ته راوړل شوي وو، چې د ګمرکاتو د مسوولینو له لوري نیول شوي او وروسته د مرکز لښکرګاه د رېګ په سیمه کې له منځه وړل شوي دي. نوموړي له سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته د ناقانونه، بېکیفیته او قاچاقي توکو له واردولو څخه ډډه وکړي.







