د تېر حکومت، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي. عبدالله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملکي وګړو هدف ګرځول او تاوتریخوالی د ستونزو د حل لار نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د حل غوره لاره خبرې اترې دي.







