د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، په روانه اونۍ کې ۲۱۴ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته خپل هیواد ته را ستانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته را ستانه شوي دي.








