د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې اړمنو ته د څلور زره کارتنه خرماو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د خبر پاڼې له مخې په دغه مرسته کې چې څلور زره کارتنه خرما پکې شامله ده، د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د النور خیریه موسسې په همکارۍ او د دې وزارت په همغږۍ برابره شوې ده. د سرچینې په خبره یاده مرسته به په کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردک او لوګر ولایتونو کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.








