د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د تېر کال زلزله ځپلې کورنۍ لا هم د خپل ژوند پر بیارغولو بوختې دي او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري. یاد سازمان زیاته کړې، چې یونیسف د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ او فرانسې په ملاتړ د خوراکي امنیت بېرته راستنولو او د ماشومانو او کورنیو د تغذیې ښه کولو لپاره هڅه کوي. یونیسف ویلي، چې له خپلو شریکانو سره په ګډه ځپل شویو کورنیو ته خوراکي او تغذيي پروګرامونه وړاندې او د ژوند د بیارغولو له بهیره یې ملاتړ کوي.








