د هلمند ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یې د درملو په ګډون د قاچاقي توکو یو زېرمتون کشف او لهمنځه وړی دی. دځایي چارواکو په خبره په دغه زېرمتون کې بېکیفیته او غېرقانوني توکي ساتل کېدل او پلان و، چې د روژې په میاشت کې بازار ته وړاندې شي. په هلمند کې د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د فرعي ګمرکونو مسوولینو د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د قاچاقي توکو یو زېرمتون کشف کړی دی. د سرچینې په خبره دغه زېرمتون کې ۳۴ زره او ۹۳۵ کیلوګرامه درمل، ملایي، اورلګیت او بیسکېټ نیول شوي دي.







