والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ایراني چارواکي له امریکا سره د اټومي هوکړې غوښتونکي دي، خو په ورته وخت کې یې خپل پوځي چمتووالی هم ګړندی کړی دی. د سرچینې په وینا، دا به د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې د احتمالي جګړې لپاره چمتو وي. د دغه راپور لهمخې، تهران د خپلو ځواکونو د بياځلې ځای پر ځای کولو، د پرېکړو واک د قوماندې ټيټو کچو ته سپارلو، د اټومي سایټونو د ساتنې پیاوړي کولو او د کورنیو اعتراضونو د ځپلو د پراخولو په حال کې دی. په راپور کې زیاته شوې، دا ګامونه ښيي چې د اسلامي جمهوري نظام مشران د خپل حکومت پایښت له ګواښ سره مخ ویني او ځانونه سختو سناریوګانو ته چمتو کوي.







