د ننګرهار امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ځنګلونو د قطعې منسوبینو د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې شپږ تنه د ځنګلي ونو پرې کولو پر مهال نیولي دي. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي، نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او تر قانوني پړاونو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.







