د اقتصاد وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځینو مرستهرسوونکو بنسټونو د استازو په حضور کې یې د غیرامارتي بنسټونو د ۲۰۲۶ کال د پراختیايي پروګرامونو لومړیتوبونه اعلان کړي دي. د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د غیر امارتي موسسو د فعالیتونو انسجام تګلاره د بشري مرستو د تنظیم، د شفافیت تامین او په لا ښه توګه د مرستو همغږۍ په موخه د اقتصاد وزارت په همغږۍ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ له لوري ترتیب شوې ده. دغه راز د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو او نورو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې خپل پروګرامونه او پروژې د افغانستان د ملي پراختیا له سند سره سمې برابرې کړي.







