د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جینوا کې د امریکا او ایران ترمنځ دویم پړاو مذاکرات د تېر پرتله «بشپړې جدي او رغنده» بللي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دویم پړاو خبرې په جینوا کې د عمان په سفارت کې له سیشنبې ورځې راهیسې پیل شوې وې. عراقچي ویلي چې د مذاکراتو پر مهال بېلابېل لیدلوري وړاندې او جدي وارزول شول او په پایله کې دواړه لوري وتوانېدل چې پر لارښودو اصولو هوکړه وکړي څو راتلونکې خبرې د همدغو اصولو له مخې مخته لاړې شي. نوموړي زیاته کړې چې دا په چټکۍ یو هوکړې ته د رسېدو مانا نه لري،؛ خو لار پیدا شوې او دواړه لوري د کار دوام ته چمتو دي.







