د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د بيبي ګوهر سیمې څخه ۵۴۲.۵ ټنه سرب او جست د ۷ میلیونه او ۳۲۳ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي. د یاد وزارت په وینا، یو ټن په ۱۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ پلورل شوي دي. مسوولین وایي، د کانونو د قانوني استخراج او پلور له لارې د هېواد ملي عواید زیاتېږي او د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابریږي.








