د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي چې د دې ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له امله ۲۰ استوګنیز کورونه ویجاړ شوي او ځینې نور زیانمن شوي دي. د دې ادارې مشر عبدالغني کامل وايي چې دغو سېلابونو هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اړولی خو ځایي خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، په دې سېلابونو کې له ۳۰ څخه زیاتې د اوبو څاګانې هم ویجاړې شوې دي. کامل زیاتوي چې د ځینو ادارو په همکارۍ زیانمنو شویو خلکو ته بېړنۍ مرستې ویشل شوي دي.








