د غزني ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر ترمنځ د ترافيکي پېښې له کبله د ۲ ښځو او يو ماشوم په ګډون ۵ تنه مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی. د سرچینې په خبره د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.








