د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د بازارونو د خوندیتوب او د مصرف کوونکو د حقونو د ساتنې لپاره یې دوه محمولې بېکیفیته سمنټ، چې ټول وزن یې ۴۸ ټنه و، د حیرتان بندر له لارې بېرته ګرځولي دي. د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سمنټ د تخنیکي ارزونې او کیفیتي کنټرول پر مهال له داخلي معیارونو سره سمون نه درلود، له همدې امله یې د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه. د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په ټولو بندرونو کې په شفاف او قاطع ډول روان دی او د بېکیفیته توکو پر وړاندې به هېڅ نرمي ونه شي.








