د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ نږدې ۹۰۰ اړمنو کسانو او کورنیو ته خوراکي مرستې وېشلې دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د پکتیکا د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري پر کونډو، یتیمانو او معلولینو ووېشل شوې. په دغو مرستو کې شپږ ډوله خوراکي توکي شامل وو، چې اړمنو کورنیو ته وېشل شوي دي.








