د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ډیپلوماسۍ دروازې یې تړلې نه دي او هېواد یې له افغانستان سره د جګړې په لټه کې نه دی. د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د اسلاماباد امنیتي اندېښنې باید جدي ونیول شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه آصف له روژې مخکې د احتمالي پوځي اقدام یادونه کړې وه. بل لور ته، افغان حکومت تل ټینګار کړی چې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د افغانستان مسوولیت نه دی او اسلاماباد باید خپلې امنیتي ستونزې په خپله حل کړي.








