په هېواد کې د کورنیو درملو د تولید کچه لوړه شوې ده. په بلخ ولایت کې د درملو د تولیدي کارخونو په زیاتېدو سره د کارګرانو شمېر هم لوړ شوی دی. د دغو کارخونو مسوولینو ويلي، چې د کورني تولید درمل له کیفیته ډاډمن دي او د وارداتي درملو په پرتله غوره کیفیت لري. د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین هم د درملو د کورني تولید معیاري کول د وارداتو د کمېدو او د کاري فرصتونو د زیاتوالي مهم لامل بولي. د چاروکو په خبره دا مهال په بلخ کې د درملو دوه تولیدي کارخونې فعالیت کوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر یوه بله کارخونه هم خپل فعالیت پیل کړي.








