په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشرې فلیپا کنډلر او په کابل کې د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو غړي چارلي ګوډ لیک د افغانستان له سفیر سردار احمد شکیب سره کتلي دي. شکیب په دې لیدنه کې ویلي، چې که څه هم د کډوالو لپاره د کډوالو عالي کمیشنرۍ مرستې بسنه نه کوي، خو د ستایلو وړ دي، او زیاته کړې یې ده چې دغه سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې له نږدې څاري او نړۍوالو ته یې رسوي. بل لور ته، فلیپا کنډلر ویلي، سره له دې چې اداره یې د مالي کمښت له ستونزو سره مخ ده، خو د افغان کډوالو د ملاتړ هڅې یې دوام لري. همداراز د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو استازي ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له پاکستان او ایران راستنو شویو افغان کډوالو سره نږدې ۲۵ میلیون ډالره مرستې کړې دي.








