د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې، یونیسف او د فرانسې حکومت د دوه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پيل کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي. د دې پروګرام له مخې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له نږدې ۵۲ زره کسانو سره مرسته وشي. تېر کال د یادې زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۳۶۰۰ ډیر ټپيان شول. د دې زلزلې له امله له ۶۷۰۰ سوه ډیر کورونه ویجاړ شول.








