د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېر میلادي کال کې یې له ۲۱۸زرو څخه ډېرو معلولیتلرونکو کسانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونه وړاندې کړي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا خدمتونه د هېواد په ۷ فزیکي بیارغونې مرکزونو کې شوي چې پهکې مصنوعي غړي (پروتزونه)، فزیوتراپي او د توانورکړې، نورې طبي پاملرنې شاملې وې. د سرچینې په خبره یاد خدمتونه د دې لامل شوي چې معلولیتلرونکي کسان خپلواکي بېرته ترلاسه کړي او یو ځل بیا د ټولنې په عادي ژوند کې ونډه واخلي.








