د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. سرچینې ویلي، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې یاد روغتون د دغه وزارت په غوښتنه او د امیرالمؤمنین له لوري منظور او فعال شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې یاد روغتون به د سرطاني ناروغانو تشخیص او درملنې برخه کې غوره اسانتیاوې رامنځته کړي. مولوي نور جلال جلالي وویل، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون به د ستراتیژیک پلان لهمخې، راتلونکی کال په لوړ ظرفیت تخصصي خدمتونو وړاندې کړي.








