د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې به د سختې یخنۍ له کبله خلک له ټولو ډېر له لوږې اغېزمن شي. یاد پروګرام زیاته کړې، چې میلیونونه کسان د خوړو پروګرام د خوړو او تغذیې له مرستو سره تړلي دي او دا مرستې ان لرې پرتو سیمو پورې هم رسېږي. د خوړو نړیوال پروګرام د سختې یخنۍ له پایلو خبرداری ورکړی او ټينګار یې کړی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اغېزمنې کورنۍ بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري. یاد سازمان زیاته کړې چې د خپلو شریکانو په ملاتړ له افغانو کورنیو سره مرسته کوي چې غوره او مقاومه سبا ولري. له دې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د لوږې له شدید ناورین سره مخ دی او میلیونونه کسان د ورځنیو خوړو د برابرولو وس نه لري.








