فلیپین کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۱۵ تنه مړه شوي، ۲۸ کسان نادرکه دي او څه باندې ۳۰۰ نور ژغورل شوي دي. د فلیپین ساحلي ګارډ ویلي چې دغه بېړۍ تېره شپه ناوخته د باسیلان ولایت ته نږدې سمندر کې ډوبه شوې ده. د دغه هېواد امنیتي مسوولینو ویلي چې تر دې مهاله ۳۱۶ کسان ژغورل شوي دي. د فلیپین روغتیايي مسوولینو ویلي، هغه کسان چې ژغورل شوي او روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري، روغتونونو ته لېږدول شوي دي.








