د سالنګ لویه لاره د پنځمې ورځې لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویې لارې د پاکولو چارې وخت نیسي. د هغه په وینا، د واورو پاکولو چارې روانې دي خو د واورې زیات ضخامت، د توپان دوام او د برفکوچونو رامنځته کېدل د کار بهیر ورو کړی. حقشناس له موټرچلوونکو غواړي چې د رسمي خبرتیا تر خپرېدو پورې دې د سالنګ پر لور له تګ ډډه وکړي.








