د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډيکارلو سره په لیدنه کې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو په اړه خبرې کړې دي. کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ډيکارلو د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې پرمختګونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې بشري مرستې به دوام ولري. نوموړې همداراز د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د دوحې درېیم بهیر له مخې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته په کابل کې ترسره کړي.








