د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت خبر ورکړی، چې د غزني د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ۲۸۶ زره افغانیو په لګښت؛ د پاکو اوبو د پنځلسو څاګانو د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي. د مالوماتو له مخې د یادې پروژې د تطبيق په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې ۳۵۵ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.








