د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سختې سړې هوا له امله یې په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت تایید کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د ځان ساتنې لپاره جدي تدابیر ونیسي. ټرمپ له خلکو غوښتنه کړې، چې په خپلو کورونو کې ځانونه تاوده وساتي. ټرمپ پر داسې مهال د امریکا په ۱۰ ایالتونو کې بېړنۍ حالت اعلان کړ، چې د یاد هېواد د هوا پېژندنې ادارې د درنې واورې، د برېښنا د پرې کېدو او په بېساري ډول د تودوخي درجې د کمښت خبرداری وکړی دی.








