د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۶۱ تنه مړه شوي ۱۱۰ نور ټپیان او ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي. د یادې ادارې په وینا، د اغېزمنو سیمو د سروې او ارزونې پروسه لاهم روانه ده او د زیانونو ارقام ممکن بدلون ومومي.








