اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی. افغانستان کې د یادې ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار ویلي، چې په دې ۱۰ میلیونه یورو مرستې به د ښځو لپاره کوچنۍ تصدۍ جوړې شي. اروپایي ټولنې ویلي، چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د پراختیایي ادارې له لورې ولګول شي. دغه ټولنې ویلي له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.








