د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۳۱۸۲ کډوال هیواد ته را ستانه شوي دي. د یادکمېسیون د مالوماتو له مخې یاد کډوال د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، بهرامچې او اسلامکلا له لارې افغانستان ته را ستانه شوي دي. د دغه کمېسون مسوولین وایي، چې له دې ډلې د تورخم له لارې ۲۸۰۶ کډوال، د بهرامچې له لارې ۱۳۸، د سپین بولدک له لارې ۱۳۴، د ورېښمو پله له لارې ۷۸ او د اسلامکلا له لارې ۲۶ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.







