د نورستان ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ د یوه کور چت د را لوېدو له کبله دوه نجونې اویو هلک مړه او دوه کسه نور ټپیان شوي دي. د ځایي مسوولینو په خبره یوه میرمن او یو هلک چې په پیښه کې ټپیان شوي د درملنې لپاره د منډول روغتون ته انتقال شوي دي. سرچینې د ټپیانو وضعیت نازک ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې دا پیښه د درنې واورې د وریدو له امله رامینځته شوې ده. د نورستان د منډول لیرې پرته غرنۍ ولسوالۍ د بدخشان ، پنجشیر او لغمان ولایتونو سره ګډې پولې لري.








