د پکتیکا د تروې ولسوالۍ د خلکو له لوري اوو ښوونځیو ته د تعلیم د پراختیا په موخه شاوخوا ۴۹ جریبه ځمکه وقف شوې ده. د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالوکیل خالد د ولسي ملاتړ ستاینه کړې او ژمنه یې کړې، چې په یاده ولسوالۍ کې به د تعلیمي پروژو پلې کېدو ته دوام ورکړي. د مسوولینو په خبره په ياده ځمکه به راتلونکي کال کې د بودجې له منظوري وروسته، د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شي.








