سه شنبه, مارچ 10, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د مهارت او مسلک کنفرانس؛ د کار بازار ته د ځوانانو د نږدې کولو هڅه

STR NEWS by STR NEWS
جنوري 21, 2026
1 0
0
د مهارت او مسلک کنفرانس؛ د کار بازار ته د ځوانانو د نږدې کولو هڅه
2
SHARES
7
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د «مهارت او مسلک» تر عنوان لاندې جوړ شوی یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد؛ هغه کنفرانس چې موخه یې د کار بازار له اړتیاوو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو نښلول، د ځوانانو د کاري وړتیاوو لوړول او د اقتصادي ځان‌بسیا لپاره د مهارت ارزښت ته پاملرنه وه.
یاد کنفرانس د دې ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست له لوري تنظیم شوی و، چې پکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د لوړو زده کړو محترم وزیر، د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، او همدارنګه د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د کنفرانس پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس وویل، چې تخنیکي او مسلکي زده کړې یوازې زده‌کړه نه، بلکې د کارموندنې، تولید، او اقتصادي خپلواکۍ لپاره عملي لاره ده. د نوموړي په وینا، دغه اداره هڅه کوي داسې تعلیمي سیستم رامنځته کړي چې د بازار له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري او د زده کړو کیفیت یې د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق وي.
مولوي غلام حیدر شهامت زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې د زده‌کړیزو پروګرامونو په طرحه او تطبیق کې د کار بازار ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، څو فارغان وکولای شي له فراغت وروسته په اسانۍ د کار زمینه ومومي. هغه ټینګار وکړ، چې مهارت باید د ټولنې د ټولو وګړو لپاره د لاسرسي وړ وي، ځکه مهارت د فردي او ټولنیز ثبات بنسټ جوړوي.
نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو پیاوړتیا یوه ګډه ملي دنده وبلله او ویې ویل، چې حکومت، نړیوال بنسټونه، نادولتي ادارې او خصوصي سکتور ټول په دې برخه کې مسئولیت لري. هغه له نړیوالو شریکانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د مهارت‌محوره زده کړو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په همدې کنفرانس کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، شیخ ندامحمد ندیم، هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د اقتصادي پرمختګ او ځان‌بسیا لپاره بنسټیز رول لري. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
سربېره پر دې، نورو ویناوالو هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مهارتونو پراختیا نه یوازې د کار بازار پیاوړی کوي، بلکې د بې‌کارۍ او فقر د کمښت لامل هم ګرځي.
یاد کنفرانس په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري له بېلابېلو ملي ادارو او بنسټونو سره د اتو تفاهم‌لیکونو په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد؛ هغه تفاهم‌لیکونه چې تمه ده د مهارتونو د پراختیا، کارآموزۍ او د ځوانانو د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د مهارت او مسلک په برخه کې دا ډول هڅې نه یوازې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابروي، بلکې د هېواد د اقتصادي ثبات، ټولنیز عزت او دوامدار پرمختګ لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري
وروستی خبرونه

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري

مارچ 10, 2026
م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
وروستی خبرونه

م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

مارچ 10, 2026
پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
وروستی خبرونه

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

مارچ 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved