د دفاع وزارت لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، د دوحې په نړۍوال سمندري او دفاعي نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی. دفاع وزارت ویلي، فطرت په دې نندارتون کې نندارې ته د اېښودل شویو پوځي تجهیزاتو او وسایلو لیدنه کړې ده. د دوحې نړۍوال سمندري او دفاعي نندارتون او کنفرانس د قطر د امیر، تمیم بن حمد آل ثاني، په ملاتړ وړمه ورځ په دوحه کې پرانیستل شو چې دوه ورځې به نور هم دوام وکړي. د دیمدکس نندارتون د سیمې له مهمو دفاعي نندارتونون څخه شمېرل کېږي، چې د نوې پوځي ټکنالوژۍ، دفاعي تجهیزاتو او د هېوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره زمینه برابروي.








