د بدخشان د عامې روغتیا ریاست وایي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې له دې ډلې تر ۶۰ زیاتو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د مېندو د شېدو کمښت، په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل، د زیږونونو ترمنځ کم واټن، د سالمې تغذیې په اړه د عامه پوهاوي نشت او اقتصادي ستونزې د ماشومانو د خوارځواکۍ بنسټیز لاملونه بولي.








