د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د هغوی پر وړاندې د نیولو او ځورولو پېښې زیاتې شوې دي. نوموړي ویلي، چې دغه هېواد دې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو ډډه وکړي. فطرت همداراز له ملګرو ملتونو او نورو اړوندو بنسټونو غوښتنه کړې چې د نړۍوالو کډوالۍ اصولو ته په درناوي دې کوربه هېوادونو کې د کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. د هغه په وینا، د افغان کډوالو بېرته ستنېدل اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید لازمې مرستې وشي. نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید د کډوالو حقونو ته پام وکړي او د نړۍوالو اصولو خلاف د افغان کډوالو نیول او ځورول دې ودروي.








