په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین د دغه هېواد د اوقافو او اسلامي چارو له وزیر غانم بن شاهین بن غانم الغانم سره کتلي دي. قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوقافو او دیني چارو، کلتور او زدهکړو د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. دغهراز په دې لیدنه کې د قطر د اوقافو وزیر په یادو موضوعاتو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.








