د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر په جنورۍ میاشت کې ۱۸سلنه زیات شوی دی. د یادو سازمانونو راپور د راپور له مخې د وروستۍ یوې میاشتې پرمهال څه باندې ۱۳۰زره افغان کډوال پاکستان کې نیول شوي او ۹۰سلنه هغه افغان کډوال نیول شوي چې افغان ښاري کارټونه یې لرل او یا هم بېاسناده کډوال وو. په پاکستان کې پر افغان کډوالو د محدودیتونو د سختېدو، نیونو او جبري ایستلو له زیاتېدو سره هممهاله، یوشمېر کډوال وایي چې دې وضعیت د هغوی ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي او د ورځني ژوند چارې یې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.








